د یوه لیوني څرګندونې ، که د پنجاب ستراتیژي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

      د زاهد حامد په نوم د ای ایس ای یو پخواني چارواکي خپله یوه مرکه کې چې تازه خپره شوې او لنډيز او پښتو ژباړه يي تاند بریښناپاڼې او له دې پاڼې څخه په یادونه افغان ـ جرمن انلاین رااخیستې ، افغانان سخت قهرولي دي .

نوموړی د مرکې په یوه برخه کې وايي «  افغانستان له تاریخي نظره د پاکستان یوه نه بېلېدونکې برخه ده. دی وايي له ۱۹۷۵ څخه ، چې لا شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل نه و کړی آی ایس آی په افغانستان کې فعال وه . تاند »

نوموړی په مرکه وړاندې ځي او زیاتوي « امریکایان هم د ستراتیژیکو هدفونو لپاره راغلي دي. نو پاکستان باید د افغانستان برخلیک په خپل لاس کې واخلي ځکه چې دا موږ و چې شوروي اتحاد مو مات کړ. موږ امریکایان هم ماتولی شو ځکه چې د امریکایانو اکمالاتي لار پر پاکستان سپره ده. که د چا خوښه وي یا نه وي پاکستان په افغانستان کې بر لاس لري . د پاکستان امنیتي ادارو دې برلاسۍ ته بې توجهي نه ده کړې. همغه سرچینه »

که څه هم په ظاهر کې دا د یوه ګوښه پنجابي چارواکي بیان ښکاري او د هغه د ویجاړ او لیوني رواني حالت څرګندونه کوي ، خو که په ټوله کې د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې ددې هیواد د واکمنو نیتونو ، کړووړو او ستراتیژۍ ته پام وشي ، د زاهد حامد څرګندونې یوازې د یوه لیونې خبرې نه دي ، بلکې د پنجاب تېر شوي او موجوده واکمنان د افغانستان په اړه داسې لیوني خوبونه ویني او اپلتې وايي .

پاکستان،  افغانستان ته تل د نفوذ د خپلې ساحې پتوګه کتلي او په همدې چوکاټ يي د افغانستان لپاره خپله بهرنۍ پالیسې او ستراتیژي سمبال کړې ده . پاکستان چې په کور دننه سره تړلې ، پیوسته او ټینګه ملي بوده او تنسته نه لري او هلته میشت قومونه د پنجاب له مرکزه په تېښته دی او بلخوا د کشمیر پر سر له هندوستان سره نه ختمیدونکې شخړه لري ، تل افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو ( Strategic depth ) په سترګه ګوري او په دې موخه په بېلو بېلو وختونو کې راز راز تاکتیکونه مخې ته ږدي ، خو ستراتیژي يي نه بدلیږي .

پاکستان کله غوښتي افغانستان په کانفیډراسیون کې راښکېل کړي ، کله يي د پاکستان د پنځم ایالت د جوړولو هڅه کړی او کله يي د مرکزي دولت پر وړاندې د فیډرالیزم څخه د ملاتړ سندره توده ساتلې ، خو د پاکستان د خاورې د یوې برخې پتوګه ادعا چې که څه هم د یوه ځانګړی پخوانی چارواکي په خوله بیانیږي ، تازه غوښتنه بریښي او د افغانستان په اړه د پنجاب د راتلونکو شومو پلانونو څخه پرده پورته کوي .

خدای وهلی نصیرالله بابر چې یو مهال يي د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دنده درلوده او د طالبانو د پلار په نوم یادیږي وطن نومې جریدې له خبریال سره یوه مرکه کې په افغانستان کې د مرکزي حکومت د جوړېدو په خلاف او پر ځای يي د فیډرالي ادارې د تاسیس په اړه د پاکستان نیت داسې څرګندوي

« ګورئ طالبان په ۱۹۹۶ کې د سپتمبر په میاشت کابل ته ننوتل، نو په اکتوبر کې زموږ او د دوی او شمالی اتحاد تر مینځ په مزار کې خبرې شروع شوی، اول لاړو کابل ته د طالبانو له شورا سره مو خبری وکړی بیا له هغه ځایه قندهار ته لاړو او له ملا عمر سره مو خبره وکړه، هغه بیا ملاغوث راسره کړو بیا ولاړو مزار ته. دوستم سره مو خبری وکړی. دوستم هم زموږ د طرحی ملاتړ وکړ.   یوه مسوده جوړه شوه چی پنځه پراګراف یا بندونه یې درلودل. لومړی بند یې دا و چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشراف لاندی ټولی پریکړی منو. دوهم دا چې اوربند به وي او بندیان او د مړو جسدونه به یو بل ته ورکول کیږي.  خو پنځمه فقره دا وه چې داسی یوه سیاسی اداره باید جوړه شي چې په هغوی کې به د ټولو ولایتونو نمایندګي د نفوس د تناسب په بناراځي.  پدی مسودی کې د فیدرال خبره هم وه چې د دوستم تر څنګ طالبان هم پری راضی وو ، هغه وخت زما وظیفه دلته په اسلام آباد کې وه (داخله وزیر) د مسودی ټول بندونه تیار وو، او زه بیرته مزارته روان وم. ماته د امریکا سفیر «سایمن جونیر» ویل چې درسره ګورم، ده ماته په ملاقات کې وویل چې ته « ډاکټر هول» هم له ځان سره بوځه .

 ډاکټر هول د جرمني و او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی خاص استازی و. ما ورته وویل چې هغه خو زموږ سره ده ځکه چې د قرار داد یا اتفاق نامی په اول بند کې لیکل شوی دي چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشرف لاندې به یوه طرحه جوړوو، خو زه چې کله مزار ته ورسیدم نو لیدل مې چی ډاکټر هول له مانه مخکې هلته رسیدلی وو. دوستم که څه هم زموږ سره پخوا خبری کړی وی خو ما ورته وویل چې اوس هول راغلی ده نو پکار ده چې د هغه په حضور کې یو ځل بیا هماغه خبرې تکرار کړو. ‌ډاکټر هول اول ډیر اوږد تقریر وکړ خو دا یې هم وویل چې زه پر دی مسودی د ستخط (لاسلیک) اختیار نلرم. بیا د ډوډ‌ی وخت شو، هول وویل چې دا خو عجیبه کار شوی ټولی خواوی پری راضی دي، نو زه به له نیویارک سره خبرې وکړم، نو هغه بلی کوټی ته ولاړ او په ستلایټ تلیفون یې هلته په نیویارک کې چا سره خبرې وکړی، بیا یې له ما سره خبرې وکړی، نو ما ګمان کاوه چې کیدای شي اجازت به ورته ملاو شوی وي. پدی ضمن کې ما برګیډ‌ر مجید (په هغه وخت کې د اسلام آباد سفیر په تاجکستان کې) ته وویل چې مسوده ټایپ کړي چې امضاګانو ته تیاره وي.  دوستم راته وویل چې شپږ کسان به زه درته معرفی کړم، شپږ کسان به د طالبانو شي، دوستم ویل چې ددی توافق غونډه به په کابل کې اعلانیږي او زه په خپله هم کابل ته درځم، پدی ټولو توافق وشو، ډاکټرهول راغې نو قلم یې راواخیست او دا پنځم یې رد کړ، په دی کار دوستم خفه شو، په هغه ورځ خو موږ بیرته پاکستان ته راغلو خو دوستم بیا پیغامونه شروع کړل او زارۍ یې کولی چې یوځل دلته راشئ. 

 بیا دلته ایوان صدر کې میټنګ وشو، په هغې کې صدرفاروق لغاړي، بینظیربوټو، چیف آف آرمي (د پوځ لوی درستیز) سټاف، د  ISI ډایرکټر جنرال (عمومی رئیس)، وزیر خارجه او زه هم... وم نو دوی ماته وویل چی بله ورځ ( د نومبر په پنځمه) مزار ته لاړشه او دستخطونه وکړه... لیکن د نومبر په څلورم زموږ حکومت ړنګ شو. اوهغه مسوده او توافقات همداسې نیمګړي پاتې شول . د افغانستان تراژیدي دا ده کله چې د غوڅو او سمو فیصلو وخت راغلی پاکستان کې حکومت بدل شوی . د وطن پیغام بریښناپاڼه »

په پورته چلوټه کې وینو بابر چې نیکونه يي له افغانستانه هلته ته تللي ، طالبان چې پښتانه او د پښتنو د یوازیني استازیتوب دعوه لري او دوستم چې افغان دي د افغانستان په ټوک ټوک کېدو او پاشلتیا کې د پنجاب په ګټه ټول سره شریکیږي ، خو له افغانستانه ډېر لری پروت جرمنی ددې چلوټې د پلیتابه مخه نیسي .  

همدارنګه پاکستان یو ځل د ګل بدین راکټ یار سره هم په کانفیډراسیون کې د افغانستان د راښکېلتیا هڅه کړې وه .

خو که د پاکستان لنډ ګڼد تاریخ او ددې هیواد ملي تړښت ته چې مخکې هم ورته اشاره وشوه وکتل شي ، دا هیواد خپله د ټوټه کېدو او پاشلتیا د ګړنګ په موړګه ولاړ دی . پاکستان چې نیمايي د افغانستان او پاتې نور د هندوستان په خاوره په یوې استعماري چلوټه کې رامنځته شوی او خپل تاریخ نه لري حتی ملي سرود يي هم زموږ په درې ژبه جوړ شوی دی ، وګورۍ :

پاک سرزمین شادباد

کشور حسین شادباد

تو نشان عزم عالیشان

ارض پاکستان .......مرکز یقین شادباد

پاک سرزمین کا نظم

قوت اخوت عوام

قوم ، ملک ، سلطنت

ياینده تابنده باد

شادباد منزل مراد

پرچم ستاره وهلال

رهبرترقي وکمال

ترجمان ماضي وحال  جان استقبال

په پورته سرود کې که د « کا » ویوکی لری کړو ، پاتې سرود يي ټول زموږ په درې ژبه دی . »

بلخوا دا چې پاکستان خپل تاریخ نه لري ، غواړی د افغانانو تاریخ هم غلا کړي پخپلو توغندیو يي د افغاني میړنیو لکه ابدالي ، غزنوي او غوري نومونه ایښي دی ، لاندې لیست ته وګورۍ :

دپاکستان د د ستراتيژيکو مزايلونو Missiles لیست 

ګڼه

جوړښت

Designation

بل نوم

Other Name

واټن

Range

وزن

Payload

حالت

Status

موجودیت

Inventory

1

هاتف I1IA

هاتف I1IA

80/100km

500kg

ځای پر ځای شوی

1000+

2

ابدالي

هاتف II

180km

500kg

ځای پر ځای شوی

800

3

غزنوي

هاتفIII

290km

500kg

ځای پر ځای شوی

1100+

4

شاهینI

هاتفIV

750km

750kg

ځای پر ځای شوی

705 – 1150

5

غوريI

هاتفV

1500km

700-1000kg

ځای پر ځای شوی

1100+

6

غوريII

هاتف VA

2000km

1200kg

عملیاتي او تر تولید لاندې

۱۱۰۰+

۷

شاهینII

هاتفVII

2500km

1000+kg

ځای پر ځای شوی

2100+

8

بابر

هاتف VII

700km

500kg

ځای پر ځای شوی

12000

9

غوري III

هاتف VIII

4000km

2500kg

عملیاتي او تر تولید لاندې

 

10

M-11

 

300km

500kg

په خدمت کې

۱۰۰۰

۱۱

شاهین III

 

4,500+km

1000+kg

عملیاتي او تر تولید لاندې

 

12

ټیپو سلطان

 

8000km

1500kg

تر پرمختګ لاندې

 

 

څنګه چې د افغانستان په اړه د پاکستان د واکمنانو په زړه دننه پټې او ښکاره چلوټې یو په بل پسې بربنډيږي د افغانانو لپاره ددې جعلي هیواد په اړه د یوې دایمی او څرګندې ستراتیژۍ او بهرني سیاست سمبالښت د ورځې د مبرمه غوښتنې پتوګه رامنځته کیږي .

د لیکنې د لنډيز په موخه ، یو ځل بیا په دې خبره ټینګار کیږي چې پاکستان د افغانستان سټې او بنیاد پسې رااخیستې او افغانانو ته پکار دي چې زموږ د هیواد په اړه د پاکستان نیتونه او تګلارې جدي وګڼي او یوازې د افغان دولت غبرګون ته لاس تر زني کښینني . د هیواد د ملي ګټو ، د افغان خاورې د بشپړتیا ( تر اباسین پوري ) ، ملي تاریخ او هویت څخه په ننګه د ملي یووالي پر ټغر راټول شي او د ملي یووالي په سوک پنجابي دوښمن ته خوله ماتی ځواب ورکړي .

د افغانانو د ویښتیا او یوتیا په هیله !

اخځونه :

ــــ احمد سعیدي،پاکستان محور شرارت،۱۳۸۶،مطبعه آزادي،۲۴۶مخ.

ـــ بېلا بېلې بریښنا پاڼې

د ۲۰۱۱ کال د ډيسمبر ۲۸ مه

   

      

 

 

 

 

 


December 28th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی